ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ازبکستان له افغانستان څخه ۱۰۰ زره ټنه پنبه پيري

د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمدجان بلال، د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال، جمشید خواجه‌یف، سره لیدنه کړې.

د امارتي شرکتونو د لوی ریاست وايي، مولوي احمدجان بلال په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او ازبکستان اړیکې په ښه لوري روانې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په تېر یو کال کې نږدې دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

له بلې خوا، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې هېواد یې د افغانستان له بزګرانو څخه سل زره ټنه پنبه اخلي او د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو او همدارنګه د افغانستان په بنسټیزو او پراختیايي پروژو کې د ازبکستاني پانګه‌والو د ګډون په برخه کې به همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان–ټرانس پروژې د امکان‌سنجۍ مطالعات بشپړ شوي او د ازبکستان یو تخنیکي پلاوی به د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو د همغږۍ لپاره په کابل کې پاتې شي.