د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، سید کریم هاشمي، په کابل کې د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال، جمشید خواجهیف، په مشرۍ د دغه هېواد له لوړپوړي دولتي او خصوصي سکټور پلاوي سره لیدنه کړې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزې سوداګرۍ د ودې، د متقابلو سوداګریزو پلاوو د تبادلې، د افغانستان د صادراتو لپاره د ترجیحي تعرفو او د دوهاړخیزې سوداګرۍ د ۵ میلیارد ډالرو هدف ته د رسېدو پر لارو چارو هم بحث شوی دی.

