د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد، د روزګان والي مولوي محمد علي جان احمد، د روزګان عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني او ورسره مل پلاوي د روزګان ولایتي روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه ترسره او دغه روغتون ته یې له ۷۰ بسترونو څخه ۱۵۰ بسترونو ته ارتقاء ورکړه.
سرپرست وزیر همداراز د روزګان ولایتي روغتون څخه د لیدنې پرمهال ډاډ څرګند کړی، چې د یاد ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ولسوالیو په کچه روغتونونه ( DH ) جوړو او په دې برخه کې پوره پلان او ژمنتیا شتون لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د روزګان ولایت روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې کار کېږي او دوۍ به د کابل په بېلابېلو تخصصي روغتونونو کې روزنه ترلاسه کړي؛ تر څو د دې ولایت روغتیايي ستونزې حل کړي.
مولوي محمد علي جان احمد د عامې روغتیا وزارت له سرپرست وزیر څخه روزګان ولایت ته له راتګ او روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې قدردانی کړی او ویلي يي دي، په دې دوو کلونو کې په روغتیايي برخه کې روزګان ته ډېر خدمت شوی دی، چې ساری یې نه لیدل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت خپلو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات رسونه خپل مسولیت بولي.