ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل«الف» لوبډلې د باسکټبال شپږم پړاو غوراوي سیالیو اتلولي وګټله

څه موده وړاندې کابل کې د باسکټبال فدراسیون له لوري د اته لوبډلو ترمنځ د باسکټبال ملي لوبډلې ته د نویو لوبغاړو موندلو په موخه پیل شوې د باسکټبال شپږم پړاو غوراوي سیالۍ، نن د یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته د کابل «الف» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبه کې کابل «الف» لوبډلې د هرات لوبډلې ته د ۱۸ ـ ۱۳ امتیازونو پر توپیر ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې د دې سیالیو په پایله کې د ۴۰ لوبغاړو له جملې، ۱۲غوره یې د باسکټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شول.