ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان سوک‌وهونکی د خپل افریقایي سیال سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

د سوک‌ وهنې نړیوال سازمان(IBO)  د راپور په اساس افغان سوک‌وهونکی قیس خادمي به، په ۵۱.۸ کیلو وزن کې د سوک وهنې نړیوال کمربند د لاسته راوړلو لپاره د ۲۰۲۴ کال د جنوري په ۲۷مه د خپل افریقایي سیال جکسون چاوک سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

قیس له ۲۰۱۷م کال څخه مسلکي سوک‌وهنه ترسره کوي او تراوسه یې په ۱۰ لوبو کې بریا ترلاسه کړې او يوازې یوه لوبه یې بایللې ده.

همدارنګه د قیس افریقایي سیال جکسون چاوک هم د ۲۳ لوبو ګټلو، د ۲ بایللو او د ۲ نورو مساوي کېدولو ریکارډ له ځانه سره لري.