دې سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ چې جاپان دا پیسې په افغانستان کې انتاني او میکروبي ناروغیو ته ځانګړي کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي؛ چې د دغو مرستو هدف په ساري ناروغیو اخته کسانوته د ښو خدمتونو وړاندې کول، د ساري ناروغیو د دقیق تشخیص لپاره د لابراتوارونو په برخه کې مرسته، د افغان- جاپان د ساري ناروغیو د روغتون او په کابل کې د انتاني د ملي روغتون د کاري ظرفیت په اړه ډاډ ترلاسه کول دي.
کابو یوه میاشت وړاندې اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او د دې هېواد د روغتیايي خدمتونو د ښه کېدو لپاره لس میلیون یورو مرسته کړې وه.