ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زابل کې ۱۳ مخابراتي سایټونه جوړېږي

د زابل مرکز کلات په ګډون یو شمېر ولسوالیو او همدارنګه د کابل – کندهار لویې لارې پر سر د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۱۳ انتنونه د ټي.ډي.ایف لسمې پروژې له لارې نصب کېږي.

د دې ولایت مخابراتو رییس مولوي عبدالهادي يحيی ویلي؛ د دې سايټونو په جوړېدلو سره به د زابل ۸۰ سلنه خلک له مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شي او د پاتې ۲۰ سلنه خلکو لپاره هم هلې ځلې روانې دي، چې له مخابراتي خدمتونو څخه یې برخمن کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د انټرنیټي او غږېږو خدمتونو د کیفیت لپاره هم کار کوي او په دې هکله د خلکو ستونزې اوري.

کلونه وړاندې په مخابراتي برخه کې د زابل خلکو لويي ستونزې درلودې، چې اوس مهال د حل کېدو په حال کې دي.