ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډله د درې اړخیزه سیالیو په لوبلړۍ کې ګډون کوي

له نوولس کلنو کم عمره افغان لوبډله به د روانې دسمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د سویلي افریقا په کوربه توب د یاد هېواد او هندوستان لوبډلو په شتون کې د درې اړخیزه سیالیو په لوبلړۍ کې ګډون وکړي، چې د راتلونکي ۲۰۲۴م کال د جنوري تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ومومي.

افغانستان کرکټ بورډ له دوو یادو هېوادونو سره په همغږۍ دغه سیالۍ چې د ځوانانو یو ورځنۍ لوبې دي؛ ترتیب کړې، ترڅو د نوولس کلنو افغان ځوانانو لپاره له نړیوال جام وړاندې چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه پیلیږي؛ غوره پیل او چمتووالی واوسي.

افغان لوبډله به په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه د روانې دسمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د هندوستان، خپله دویمه لوبه د سویلي افریقا نوولس کلنو پر وړاندې د دسمبر په ۳۱مه، دریمه لوبه د ۲۰۲۴م کال د جنوري میاشتې په څلورمه د هندوستان او خپله څلورمه او وروستۍ لوبه د جنوري میاشتې په ۸مه نېټه د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي، چې له هغه وروسته به پایلوبه د همدې میاشتې په ۱۰مه نېټه د دوو غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب ویلي؛ موږ غوره وګڼله، ترڅو نړیوال جام ته له تګ وړاندې خپلې ملي نوولس کلنې لوبډلې ته یادې سیالۍ تنظیم کړو، چې له نېکه مرغه پکې بریالي و، او زه ډاډمن یم، چې یادې سیالۍ به د لوبغاړو په لا ډېر چمتووالي کې غوره رول ولوبوي او دوی به د نړیوال جام سیالیو لپاره په ښه توګه چمتو کړي.

له نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډله به د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ په موخه په نږدې ورځو کې له متحده عربي اماراتو څخه سویلي افریقا ته روانه شي، ترڅو د یاد هېواد په کوربه توب سیالیو کې ګډون کړي.

د افغان لوبډلې ټولې لوبې به د سویلي افریقا د پلازمېنې جوهانزبرګ د اډوارډینز په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، چې د افغان لوبډلې سربېره به یې د هندوستان نوولس کلنه لوبډله هم مېلمنه وي.

افغان نوولس کلن ځوانان به له یادې درې اړخیزې لوبلړۍ وروسته د نوولس کلنو ځوانانو په نړیوال جام کې چې په یاد هېواد کې ترسره کېږي؛ ګډون وکړي.