په کندوز ولایت کې د بدني روزنې او کورش فدراسیون استازولۍ له لوري د کورش سیالیو انتخابي سیالۍ وشوې.
په دې سیالیو کې ۷۰ تنه پهلوانانو ونډه اخیستې وه، چې د بېلابېلو عمري کټهګوریو په لرلو سره یې په ۵۵ او ۶۰ کیلوګرام وزنونو کې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړې.
په یادو سیالیو کې سلطان بیک پهلوان په ۵۵ کیلو وزن او هارون پهلوان په ۶۰ کیلو وزن کې لومړي مقامونه خپل کړل.