ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېملېن: روسیې ولسمشر د فلسطین له مشر سره غزه کې پر روانو حالاتو غږېدلي

کرېملېن ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د فلسطین له مشر محمود عباس سره ټیلفوني خبرې کړي او غزه کې پر روانو حالاتو غږېدلي دي.

پوتین له غزې سره د روسیې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او غزه کې د روان کړکېچ د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې.

دغه راز ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا ویلي؛ د غزې په اړه وروستی پرېکړه لیک، چې د امنیت شورا له لوري تایید شو د امریکا د فشار په پایله کې ورڅخه د اوربند مسله لرې او یواځې غزې ته د بشري مرستو د چټکېدو مسایل په کې مطرح شوي.

دغه پرېکړه لیک د عربي متحده اماراتو ځینو نورو عربي هېوادونو له لوري تیار شوی و او د اوربند مسله هم په کې ځای شوې وه، خو امریکا یې مخالفت کاوه.