ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر او د ایراني رسنیو استازو لیدنه؛ دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو مشترکاتو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د ایران د دولتي او ازادو رسنیو له یو شمېر استازو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د ګډو مشترکاتو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

په دې کتنه کې د ایران استازو د دواړو هېوادونو د مشترکاتو په اړه ویلي؛ افغانستان او ايران د دين، مذهب، ژبې او فرهنګ له پلوه ډېر مشترکات لري او دغه مشترکات بايد پياوړي شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خيرخواه ویلي؛ نورو هېوادونو ته د افغانستان ناسم انځور ورکړل شوى او موږ بايد په ګډه د افغانستان پر وړاندې د منفي تبلیغاتو د لرې کولو او د دغه هېواد د مثبت انځور د وړاندې کولو لپاره کار وکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ چې موږ د افغانستان دروازه د هر چا پرمخ پرانیستې. ترڅو بهرني وګړي نورو هېوادونو ته د یوه سوله ییز افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي.

ملا خیرالله خیرخواه ویلي، له نېکه مرغه په زرګونو بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي او د افغانستان په اړه یې خپل رښتینی احساس څرګند کړی دی.

ښاغلي خیرخواه زیاته کړې؛ رسنۍ د عامه ذهنیت په روښانولو کې ارزښتناکه او رغنده رول لوبوي او باید د ذهنیت په جوړولو کې زیات کار وکړي.

نوموړي د مستندو فلمونو د خپرېدو او د کتابونو د نندارتونونو د پرانېستې په اړه ویلي، چې په دواړو هېوادونو کې د کتابونو د نندارتونونو د پرانیستلو لپاره بايد خپرونکو ته اسانتياوې برابرې شي او اوس مهال په رسنيو کې د اسلامي او ديني مسايلو په اړه مستند فلمونه خپرېږي او په دې برخه کې هېڅ محدودیتونه نشته.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست همداراز ویلي، په افغانستان کې دوه رسمي ژبې دي او د افغانستان اسلامي امارت پښتو او دري دواړه د رسمي ژبو په توګه کاروي.

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او ايراني پلاوي د دغه شان غونډو د جوړولو پر دوام ټينګار کړی.