ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې لخوا د فریکونسیو د څارنې او کنټرول مرکز پرانیستل شو

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) لخوا د کابل ولایت په کچه د فریکونسیو د څارنې او کنټرول مرکز د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

 د پرانیستې په مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د چارو ادارې سرپرست شیخ نور الحق انور، د ځمکو او ښارجوړنې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالمنان عمري، د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي، د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل، د مالیې وزارت مرستیال ګډون کړی وو.

د فریکونسۍ د څارنې او کنټرول سیستم د هېواد د یوې مهمې طبعي زیرمې (فریکونسۍ) څخه د ګټورې ګټې اخیستنې او مدیریت د تنظیم ترڅنګ د غیر مجاز او جعلي ټرانسمیټرونو له کارونې څخه مخنیوي په برخه کې کار کوي.

یاد سیستم چې په نړیوالو سټنډرډونو برابر او د سیمې په کچه یې ساری نه لیدل کیږي د هېواد د پلازمینې کابل په کچه به د فریکونسیو د څارنې، له ویشل شویو فریکونسیو د ناوړه ګټه اخیستونکې سرچینې په ګوته کولو، د انسان روغتیا ته زیان رسوونکو فریکونسیو د پیژندنې او د فریکونسیو له تداخل څخه د مخنیوي په برخه کې فعالیت کوي.

د دغه سیستم په فعالیدو سره به د یادو برخو ترڅنګ د خدمتونو د کیفیت په ښه والي او د ملي عواید په زیاتوالي کې د پام وړ بدولونونه رامنځته شي.