ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شېر محمد عباس ستانکزی: رسنۍ باید حقایق درک او د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي

د ایران د مطرحو رسنیو استازیو، خبریالانو او د رسنیو متخصصینو پلاوي د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.

 د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې له دین، فرهنګ او عناناتو له کبله نه شلېدونکې او اړینې بللي.

 شېر محمد عباس ستانکزي ویلي؛ افغانستان او ایران دوه هغه هېوادونه دي، چې په نړیواله سطحه د بندېزونو سره مخ دي او نشي کولی، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره په ازادانه توګه تجارت وکړي؛ نو په همدې اساس دواړه هېوادونه کولی شي، په خپل منځ کې تجارت او ټرانزیټ ته وده ورکړي او هم د یو بل سره ښې او صادقانه اړیکې ولري.

 نوموړي د یاد پلاوي پوښتنو ته د ځوابونو په لړ کې د اسلامي امارت د پالیسۍ، د افغانستان اوسني وضیعت او د نجونو د تعلیم په هکله ویلي؛ اسلامي امارت د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا؛ اوس افغانستان د پیاوړي مرکزي حکومت په درلودلو سره بشپړ امن دی، فساد له منځه تللی، د کوکنارو کښت او قاچاق مخنیوی شوی او په نشیي توکو روږدي کسان تداوي شوي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

نوموړي رسنیو ته په اشارې زیاته کړې؛ د دواړو هېوادونو رسنۍ په ګډ تفاهم کولی شي، چې حقایق درک کړي او د افغانستان رښتنی انځور د خپلو خلکو په ګډون د نړۍ خلکو ته وړاندې کړي.

 یاد پلاوي ژمنه کړې، چې د افغانستان موجوده حقایق به د رسنیو له لارې له خپلو خلکو او نړیوالو سره شریکوي.