ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات کې د “هوسا ملت او مسول نظام” تر عنوان لاندې لویه ولسي غونډه وشوه

نن یکشنبه ۱۴۴۵/۶/۲۴ هـ ق د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري هرات ولایت کې د هوسا ملت او مسول نظام تر عنوان لاندې لویه ولسي غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه، د هرات والي شیخ مولوي اسلام جار، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال او د هرات مرستيال والي مولوي حیات الله مهاجر فراهي او ګڼ شمېر نورو مسولینو، علماء کرامو، قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه صاحب د غونډې ګډونوالو ته په خپله وينا کې ویلي، چې د اسلامي امارت بيا ځلي واکمنېدل الهي نصرت و.

نوموړي زیاته کړې؛ نړېوالو باور درلود چې اسلامي امارت به افغانستان کنټرول نه کړي، مګر دادی ولس هرڅه ويني چې د ځینو ستونزو سره سره بيا هم د پیاوړي پرمختګ په حال کې يو له بدخشانه تر هراته لويې پروژې او د پرمختګ هڅې روانې دي.

ښاغلي خیرخواه ټینګار کړی، چې هېڅوک هم د خلکو پر وړاندې د دروازو تړلو حق نه لري. اسلامي امارت د ولس د هیلو پوره کولو نظام دی او د ولس ږغ هر مسول د زړه په غوږو اوري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي ویلي، چې د اسلامي امارت مسولين ټولنې او خلکو ته پر خدمت بوخت دي او د هغوی ستونزو ته رسیدنه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټولو دولتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانستې دي، هغه څوک چې د خلکو خدمت ونه کړي او ستونزو ته يې حللارې پيدا نه کړي، د اسلامي امارت غړی نه دی بلکې د اسلامي نظام مخالف دی.