د ویلچر باسکېټبال اسیايي او اوقیانوسي سیالۍ د ټایلنډ په کوربتوب د یاد هېواد په بانکوک ښار کې پیل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.
په یادو سیالیو کې د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې هم ګډون کړی.
افغان لوبډلې پخپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ هېواد ته د ۷۷-۳۷ نمرو په توپیر ستره ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
په دې سیالیو کې به افغانستان د خپل “ب” ګروپ له نیوزیلنډ، عربستان، فلیپین او متحده عربي اماراتو سره لوبیږي.
د دغو سیالیو د مهالوېش پر بنسټ به افغانستان خپله دویمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ له سعودي عربستان سره ترسره کړي.