ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فراه کې د شپږ زونونو په کچه د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

په فراه ولایت کې د شپږ زونونو په کچه د فوټبال پيل شوې سیالۍ د عدالت فراه لوبډلې په بریای پای ته رسېدلې دي.

يادې سيالۍ د یوه خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د هېواد په کچه د شپږو زونونو اړوند د عدالت فراه، سرسبز فارياب، استقلال بغلان، عقابان پروان، پامير غزني او پيداګوژي ننګرهار لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، چې د مينه والو له تاوده هرکلي سره مخ شوې.

په يادو لوبو کې د عدالت فراه لوبډله اتله او د سرسبز فارياب لوبډله نايب اتله او د افغانستان اتلانو ليګ (ACL) ته يې لاره وموندله.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې یو شمېر دولتی ادارو مسولینو، ځوانانو او د فوټبال ورزش مینه والو هم ګډون کړی و.

په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال او د هرات مرستيال والي مولوي مهاجر فراهي په خپلو خبرو کې ځوانان د ټولنې بنسټیزه برخه بللې او ویلي يي دي؛ هغه لوبې چې له شریعت سره په ټکر کې نه وي، د ټولنې د سمون لامل ګرځي.

دوي همدارنګه په ټولنه کې د کمزوري او ناروغ انسان په پرتله روغ او ځواکمن انسان د الله (جل جلاله) ښه عبادت کوونکی او د بېوزلو لاس نیونکی بللی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون استازي محمد طاهر روفي بيا د يو لړ موضوعاتو د څرګندولو ترڅنګ د فراه ولایت د فوټبال لوبغالي د مصنوعي چمن د جوړېدو ډاډ هم ورکړی.