د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د پاکستان د روغتیا وزیر سره لیدنه کړې
لیدنه کې د پاکستان هېواد د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم شتون درلود د.
افغان ډاکټران چې په یاد هېواد کې د تخصص پروګرامونه بشپړوي، د افغان ناروغانو د ویزو د ستونزو د حل او همداراز د لوګر نایب امین الله خان روغتون، د محمد علي جناح روغتون او د نښتر د پښتورګو مرکز د درملو، طبي تجهیزاتو په اړه خبرې کړي.
په دې لیدنه کې همداراز تخصصي پروګرامونو ته په زیاته کچه د افغان ډاکټرانو د جذب او په دواړو هېوادونو کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کی د لا زیاتې همغږۍ او د پولیو د له منځه وړلو اړوند د یوې واحدې پالیسۍ پر څرنګوالي او اړتیا بحث شوی.