ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت خلکو ته خدمتونه رسول له خپلو بنسټیزو ژمنتیاوو څخه ګڼي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بغلان  ولایت یو شمېر علماوو سره لیدنه کړې.

شیخ عبدالقادر بغلاني د نورو په استازیتوب د بغلان ولایت د ټولنیز، فرهنګي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ بغلان کې د اسلامي امارت مسولین شپه او ورځ خلکو ته د خدمتونو برابرولو په برخه کې کوښښ کوي او د دې ولایت خلک له امارتي مسولینو څخه د امنیت د ساتنې او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې رضایت لري.

ښاغلي بغلاني ښوونه او روزنه د اوسني وخت له اړتیاوو څخه بللې او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې پاملرنه ورته وکړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي ويلي؛ اسلامي امارت خلکو ته د خدمتونو رسول له خپلو بنسټیزو ژمنتیاوو څخه ګڼي او په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمتونو په رسولو کې خپلې هلې ځلې نه درېغوي.