ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژي وزارت: د انټرنېټ کیفیت څرنګوالي لپاره مو د هېواد په ټولو زونونو کې د ستګاوې لګولي

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ویلي؛ د هېواد په ټولو زونونو کې یې د انټرنېټ کیفیت معلومولو دستګاوې لګولي، چې په فعالیت سره به یې د انترنیټ کیفیت تر بل هر وخت ښه شي.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړې؛ چې د سیمکارټونو د ثبتولو موضوع یې جدي نیولې او موخه یې له دې لارې د جرمونو مخنیوی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت مسولینو ویلي؛ د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې یې ګڼو لرې پرتو سیمو ته مخابراتي خدمتونه پراخ کړي او په وینا یې، له مخابراتي پوښښ څخه پاتې سیمو ته د خدمتونو رسولو بهیر لاهم دوام لري.