ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت: له تېرو دوو کلونو راهیسې لوګر کې اووه مخابراتي سایټونه فعال شوي

لوګر کې تر دې دمه اووه مخابراتي سایټونه د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو په موخه نصب شوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي؛ د لوګر ولایت هغو سیمو کې، چې له مخابراتي پوښښ بې برخې وې تېرو دوو کلونو کې اووه مخابراتي سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

دغه سایټونه د سیمې خلکو ته انټرنټي او مکالماتي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ همداراز د پل علم ښار کې درې مخابراتي شبکو خپل خدمات له ۳جي څخه ۴جي ته لوړ کړي، چې تر ډېره بریده یې د خلکو مخابراتي ستونزې حل کړي.

 د یادونې وړ ده یاد ولایت کې هغه سایټونه چې په وقفه یي ډول یې کار کاوه او یا هم تخنیکي ستونزو له کبله یې خدمات غیر فعال وو بیرته رغول شوي او اوس په ۲۴ ساعته ډول خپل خدمات وړاندې کوي.

 د ښاغلي الکوزي په وینا؛ لوګر کې هغه سیمې چې اوس هم له مخابراتي پوښښ څخه بې برخې دي سروې یې تکمیل شوې او د ټي ډي اف پروژه کې د شامېلېدو په موخه یې راپور مرکز سره شریک شوی، چې راتلونکي کې به ورته مخابراتي سایټونه په پام کې ونیول شي او خدمات به ورورسېږي.