ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالکبیر او د اروپايي اتحادیې شارژدافیرې لیدنه؛ د بشري مرستو په دوام او د وېش په روڼتیا یې خبرې شوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې رافیلا ایودیس سره لیدنه کړې.

رافیلا ایودیس په افغانستان کې په سراسري امنیت خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ په ډاډه زړه یې د هېواد یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ او د خلکو وضعیت یې له نږدې کتلی دی.

نوموړې له افغانستان سره د اروپایي اتحادیې د مرستو د دوام خبر ورکړی او زياته کړې یې ده؛ اوس بشري مرستې اړینو کورنیو ته رسېږي او پکې د فساد اندېښنه نشته.

د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې ویلي؛ افغانستان د اقلیمي بدلون قرباني هېواد دی او اړتیا ده، چې نړیوال افغانستان ته ځانګړې پاملرنه او د اقلیمي بدلون د زیانونو مخنیوي لپاره اړینې مرستې وکړي.

اغلې د افغانستان او اروپايي اتحادیې د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی او ویلي يي دي، افغانان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د رول مننه کړې او ويلي يي دي؛ دا مهال په افغانستان کې فساد، نشه يي توکي او زورواکي پای ته رسېدلې ده، داعش ځپل شوی او سرحدات کنټرول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ اړتیا ده چې له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې او د بنسټونو په رغولو کې اساسي مرستې وشي.

مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو سره د اروپايي اتحادیې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ ویلي؛ په اجباري ډول او شرایطو ته له پام پرته د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام د ټولو قوانینو خلاف و او دوی یې محکوموي.