د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي مرستیالې میساکو تکاهاشي د بهرنیو چارو زارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.
تکاهاشي په افغانستان کې د شته پرمختګونو، امنیتي او اقتصادي ثبات او یو لړ سیاسي مسایلو تر څنګ د روغتیا، ښوونې، کرنې او اوبو لګونې په برخو کې د خپلو مرستو څخه یادونه کړې او ویلي يي دي؛ جاپان لېواله دی، چې په افغانستان کې د اوسني فرصتونو څخه په ګټه اخيستنه پانګونه وکړي.
د بهرنیو چارو زارت له سیاسي مرستیال د جاپان له مرستو او همکاریو څخه په مننې ویلي؛ افغانستان د زیاتو طبیعي زېرمو، خامو موادو او کانونو په درلودلو سره، د نورو وختونو په پرتله د پانګونې لپاره ډېر خوندي دی او د جاپان په ګډون ټولو هېوادونه ته پکار ده، چې په افغانستان کې په ډاډه توګه په هره برخه کې پانګونه وکړي.
په پای کې د دواړو اړخونو له لوري د ګډ پریکړې په موخه د ورته ناستو په تداوم ټینګار شوی.