ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت هېواد ته د نږدې درې زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۹۷۰ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

یادې ادارې زیاته کړې؛ ثبت شوي ارقام ښيي چې د روان کال په مرغومي میاشت کې د ۱۹ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۵۵۱ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او یو زر او ۴۱۹ نور، چې له دې ډلې یې ۱۹ښځې دي، له هېواده وتلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقام پر بنسټ؛ د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ او راتګ د نیمروز ولایت له بندر، د هرات ولایت له هوايي میدان او بندرونو او د تورخم بندر له لارې ثبت شوی دی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو ترڅنګ، د هېواد د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم په غاړه لري.