ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یوناما له لوري خپور شوی راپور تر ډيره په ناسم پوهاوي ولاړ دی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما یو راپور خپور کړ، چې په تیرو ۳ میاشتو کې يې په افغانستان کې بشري وضعیت په کې ارزولی دی.

په دې راپور کې ډير تمرکز د اسلامي شرعیت د تطبیق په مواردو شوی، چې له شرعي احکامو څخه د یوناما په ناخبري او حتی په ځينو مواردو کې په اسلامي احکامو باندې د نیوکو بڼه لري.

د افغانستان اسلامي امارت د خپل ولس په ملاتړ د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړې، اوس يې چې حاکمیت په لاس کی دی، باید د اسلامي شریعت ټول موارد که هغه د نارینه‌وو پورې اړه لري یا تر ښځينه وو پورې بشپړ تطبیق کړي.

د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپیریال، همدا ډول د محاکمو له لوري په شرعي بڼه د شرعي سزاګانو تطبیق، په ټولنه کې د فکري او عقیدوي انحراف مخنیوی، دا ټول د یوه متعهد اسلامي حکومت شرعي وجیبه او دنده ده.

داچې یوناما په یادو مواردو نیوکه کوي او یا ښکاره اسلامي احکام د بشرحقوقو خلاف عمل بولي، دا پخپله د یوه ولس باورونو او معتقداتو ته سپکاوی دی.

اسلامي امارت یوناما ته توصیه کوي، چې په ناخبرۍ سره د افغانستان د خلکو په دیني او ارزښت لرونکو موضوعاتو باندې بې ځایه نیوکی ونه کړي.

کوم کارونه چې د اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت، محاکم او یا نور اصلاحي نهادونه ترسره کوي، هغه له ژور تحقیق وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم ترسره کیږي، چې هم شرعي او هم قانوني بڼه لري. دا نه کومه خپلسري ده اونه هم د چا په حق تیری، بلکې برعکس د یادو احکامو نه تطبیق ظلم او تجاوز ته لاره هواروي او د اسلامي احکامو ترک کول د ټولنې د فساد، بغاوتونو او جنګونو د راپاریدو سبب ګرځي.

والسلام

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد

۱۰/۷/۱۴۴۵هـ ق

ــ ۲/۱۱/۱۴۰۲هـ ش ــ 2024/1/22 م