د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څوارلسمه غونډه د رییسالوزرا الحاج ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ پرون دوشنبه (رجب المرجب ۱۰مه/ سلواغې ۲مه) نېټه ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې پکې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، پکې د اسلامي امارت سياسي کميسيون په مشرۍ د کرنې او مالداري وزارت، د چارو ادارې لوی رياست او چاپيريال ساتنې ملي ادارې استازو په شمول پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په هېواد کې د نيالګيو کېنولو په اړه د چاپيريال ساتنې ملي ادارې طرحه وڅيړي او د وروستي تصميم لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز د ریاست الوزرا اداري معاونيت ته دنده وسپارل شوه، چې د چارو ادارې لوی رياست او ملي پراختيا شرکت مسولين وهڅوي، ترڅو د قوشتیپې کانال چارې ګړندۍ او د کارونو د لا ښهوالي او پرمختګ په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.
د کابينې په دې غونډه کې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته دنده وسپارل شوه، چې د هېواد په داخل او بهر کې د افغاني سوداګرو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي او په ټولو هغو ممکنه لارو دې غور وشي، چې د سوداګريزو توکو په صادراتو او وارداتو کې اسانتياوې رامنځته کوي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.