ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي ځواکونو کم‌ساري تلفات؛ تېره ورځ ۵۰ اسرائیلي عسکر وژل شوي

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر اساس؛ صهیونیستي رژيم له یوه لوی ناورین سره لاس او ګریوان دی او یوازې د دوشنبې په ورځ یې له ۵۰ زیات عسکر د غزې تړانګې په جنوب خان یونس سیمه کې وژل شوي.

صهیونیستي رژیم نن د سې‌شنبې په سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې غزه کې یې د جګړې له پيل راهیسې ۲۰۰ پوځیان وژل شوي.

حال دا چې د غزې جګړې ته پوښښ ورکوونکې ډېری رسنۍ ټینګار کوي، چې دې جګړه کې د تل‌ابیب د شمېرنو خلاف څو برابره زیات صهیونیستي عسکر وژل شوي دي.

الجزیرې شبکې تېره یکشنبه راپور ورکړی و، چې د صهیونیستي رژیم ۱۷ سلنه تلفات د خپلمنځي شخړو له امله دي او له هرو پینځو وژل شویو عسکرو څخه یې یو د خپل ملګري له لوري وژل شوی دی.