د مالیې سرپرست وزیر ملا محمد ناصر اخوند د کندهار ولایت د سوداګرۍ خوني له مسولینو او یو شمېر سوداګرو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په ګمرکونو کې د اموالو پر چټکو طي مراحلو، د تېلو ټانکونو د مالیاتو او همدا رنګه د برسۍ اړوند مسايلو په تړاو خبري شوي.
سوداګرو د خپلو چارو پر مخ وړاندې شته ستونزې او غوښتنې د مالیې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.
ملا محمد ناصر اخوند ډاډ ورکړی، چې پوره هڅه او کوښښ به وکړي؛ ترڅو د سوداګرو ټولو ستونزو ته پر وخت او ښه ډول رسېدنه وشي.
نوموړي له یادو مسولینو او سوداګرو څخه غوښتنه کړې؛ چي خپلې ستونزې او غوښتنې په لیکلې بڼه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله په حکم د مالیې وزارت او سوداګرۍ خونې ګډې جوړې شوې کمېټې سره، چې د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې په موخه جوړه شوې شریکې کړي؛ تر څو پر وخت او عملي ډول ورته رسېدنه وشي.