د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د سیمې د هېوادونو سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو له مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو ګډون کړی و.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت دیپلوماتیکو اړیکو وضعیت د پام وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د سیمې هېوادونه باید افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سیمهییزې سلامشورې ترسره کړي.
مولوي امیر خان متقي له ګډونوالو غوښتي، چې د یوه منطقهمحور روایت پر مټ باید په افغانستان کې له راټوکېدلو فرصتونو ګټه پورته کړي او د ګواښونو د مدیریت په تړاو همغږي ولري.
نوموړي د سیمې او نړۍ هېوادونو سره پر مثبت تعامل ټینګار کړی او ویلي يي دي، د یوناما په شتون او په افغانستان کې د یوه خپلواک مرکزي حکومت په موجودیت کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.
ښاغلي متقي د ناستې له ګډونوالو ډیپلوماتانو غوښتي، چې خپلو اړوندو هېوادونو ته د افغانستان اسلامي امارت د منطقهمحور ابتکار پیغام ورسوي تر څو افغانستان او سیمه په ګډه په سیمه کې له نویو فرصتونو د خپلو حکومتونو او ملتونو په ګټه استفاده وکړي.