د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره لیدنه کړې.
د یادې ولسوالۍ مشرانو د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي مسایلو په اړه ویلي؛ د قیصار ولسوالۍ خلک د اشغالګرو پر ضد د جهاد پر مهال د نورو وطنوالو په څېر له خپل مال او ځان تېر شول او په هېواد کې یې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره هیڅ راز سرښندنې درېغ نکړې، اوس هم له اسلامي نظام څخه د ساتنې او ملاتړ په خاطر هر راز سرښندنو ته چمتو دي.
نوموړو همداراز د یادې ولسوالۍ د برېښنا او مواصلاتي لارو په څېر موضوعاتو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې د قیصار ولسوالۍ د خلکو یادو موضوعاتو په ځانګړي ډول د برېښنا رسولو موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ دا نظام د دې هېواد د زرګونو علماوو، ښځو، کوچنیانو او سړیو د وینو د بیې نتیجه ده او ساتنه یې د افغانستان پر ټولو خلکو لازمه ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان ټولو اوسېدونکو ته د متوازن او عادلانه خدماتو وړاندې کولو او پراختیا ته ژمن دی او د خپل توان په حدودو کې هڅه کوي، چې د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته په جدي ډول رسېدنه وکړي.