ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بغلان بورې کارخونې له بیارغونې وروسته یو ځل بیا فعالیت پیل کړ

د بغلان د بورې کارخونه د مالیې وزارت له لوري تر بیارغونې وروسته نن د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د کندوز د سپین زر دولتي شرکت مرستیال رحمت الله رحماني ویلي؛ د بغلان د شکر دولتي شرکت کې ۳۵۰ مسلکي او فنی او دغه راز ۷۰۰ خدماتي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په فعالېدو سره یې د هېواد د اړتیا وړ درې سلنه بوره تولیدیږي.

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دې ولایت د شکر دولتي شرکت په پرانیست غونډه کې ویلي؛ له هغو پروژو ملاتړ کوو، چې د بغلان په اړوندو کې پیل شوي دي او هیچاته  به اجازه ور نه کړي، چې د کوچنیو او سترو پروژو د وړاندې تګ پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.

د دولتي شرکتونو عمومي رییس مولوي عبدالحمید اخوندزاده ویلي؛ په تیرو ۲۰ کلونو کې حکومت د دې پر ځای چې په شرکتونو پانګونه وشي، بیارغونې ته یې پام وشي د لمنځه وړلو لپاره یې هڅې کېدلې.

نوموړي زیاته کړې؛ د اوسني نظام رهبري ژمنتیا لري، څو شرکتونونه او کارخونې ټولې فعالې شي او په همدې موخه په نه ستړي کېدونکي ډول هلې ځلې کوي.

د دولتي شرکتونو د همغږۍ د انسجام رییس مولوی احمدجان ویلي؛ د دې کارخونې په فعالولو سره هېواد د صنعت په برخه کې د ځان بسیاینې په لور یو ګام کېښوده او د بغلان د امنیتي ځواکونو په همکارۍ مو مسلکي او فني کارکوونکي وتوانېدل، چې د بغلان د بورې کارخونه ورغوي.

د بغلان د بورې کارخونه په ۱۳۱۹ هـ ش کې د جرمني هېواد په مرسته جوړه شوه، چې په ۱۳۷۰ کال کې  یې د کورنيو جګړو له امله فعالیت ودرېدو، څو کاله وړاندې یادې کارخونې یوځل بیا په کار پيل وکړ،  خو د اومه موادو د نشتون، د ځمکو غصب يې او دغه راز د واکمن حکومت نه پاملرنې بیا له سقوط سره مخ کړه.

د بغلان د بورې کارخونه، چې له جغوندرو بوره جوړوي د افغانستان يوازينۍ کارخونه ده چې بوره توليدوي.

باور دا دی چې که دغه فابريکه ۱۰۰ سلنه فعاله شي نو د نهو شمالي او شمال ختیځو په ولايتونو کې به د جغوندرو کروندې بيا وغوړيږي او کروندگر به يې په کرکيلې لاس پورې کړي.