ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستاني پوځي چارواکو وروستیو څرګندونو ته د هېواد وسله‌وال پوځ لوی درستیز غبرګون؛ دا ډول څرګندونې د پاکستاني چارواکو د بې کفایتۍ ښکارندويي کوي

د افغانستان د وسله وال پوځ لوى درستيز حافظ محمد فصیح الدین  فطرت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو بې بنسټه تورونو د رد ترڅنګ دغسي ادعاوې د یاد هېواد چارواکو د بې کفایتۍ ښکارندویي ګڼي او هم د افغانستان خلکو پر وړاندې د پاکستان د لوى درستيز وروستۍ څرګندونې له سپکاوي ډکې بولي.

نوموړي چې د خپل هېواد د يوه وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼي، په حقيقت کې د يوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی.

په داسې حال کې چې دوی نه شي کولای د خپلو هېوادوالو امنیت تامین کړي او د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو ور واچوي.

د پاکستان خلک باید د خپلو حکومتي چارواکو له لوري د داسې مغرضو نظریو پر وړاندې غبرګون وښيي، چې د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ترمنځ د کرکې لامل کیږي.

د ملي دفاع وزارت ټینګار کړی، چې د غیر مسوولانه نظرونو څرګندول یوازې دا چې، ستونزه نه حل کوي؛ بلکې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښې اړیکې هم زیانمنوي.

نړۍ او د افغانستان خلک د دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورتیاوې او اتلولۍ، چې څنګه يې د هېواد د خپلواکۍ له پاره مبارزه وکړه، اوس هم په یاد لري.