د افغانستان د وسلهوال پوځ لوى درستيز حافظ محمد فصیح الدین فطرت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو بې بنسټه تورونو د رد ترڅنګ دغسي ادعاوې د یاد هېواد چارواکو د بې کفایتۍ ښکارندویي ګڼي او هم د افغانستان خلکو پر وړاندې د پاکستان د لوى درستيز وروستۍ څرګندونې له سپکاوي ډکې بولي.
نوموړي چې د خپل هېواد د يوه وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼي، په حقيقت کې د يوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی.
په داسې حال کې چې دوی نه شي کولای د خپلو هېوادوالو امنیت تامین کړي او د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو ور واچوي.
د چارو شنونکي او د پوهنتون ځیني استادان د پاکستان پوځ لوی درستیز څرګندونې د ګاونډیتوب او نړیوالو میکانیزمونو خلاف بولي او وايي، چې د یاد هېواد د دغه شان څرګندونو تر شا د نورو کړیو لاس دی.
د سیاسي چارو شنونکی ګلاب خان باز: “د پاکستان له ضد او نقیض څرګندونو ښکاري، چې دوی پر خپل واک او اختیار کې نه دي، بل څوک پرې حاکم دي او دوی یې پروژې پر مخ وړي.”
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر دوې ورځې وړاندې پر افغانستان د نورو نیوکو ترڅنګ ویلي، چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان غوره دی.
دغه څرګندونو نه یوازې دسیاسيونو بلکې دعامو هېوادوالو نیوکې هم راپارولې دي.
دوی وايي، چې پاکستان دې هلته د روانو ناامنیو ګوت څنډنه نورو ته نه کوي او د دغه شان پارونکو څرګندونو څخه دې ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د پاکستان سرپرست حکومت ځینو مسولینو دافغانستان پر وړاندې دغه شان غیرې مسوولانه څرګندونې کړې، چې د افغانانو له لوري له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې.