ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر خوست ته سفر وکړ

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابینې یو شمېر غړو او مسولینو په ملتیا خوست ته سفر وکړ.

له نوموړي سره په دې سفر کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، یو شمېر نور لوړ پوړو چارواکو، علماوو او مجاهدینو ملتیا کوله.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خوست والي ملا بسم الله عبدالله او مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت سره په لیدنه کې د ياد ولایت پر امنیتي او ټولنیز وضعیت خبرې کړي.

په دې لیدنه کې د خوست والي ویلي؛ د مرکز متون په ګډون د خوست په ټولو سیمو کې امنیت تأمین دی او د قومي مخورو او ولسونو په همکارۍ په دې ولايت کې د ځايي ادارو فعاليتونه اغېزناک دي، چې له امله يې مثبت پرمختګونه رامنځته شوي دي.

مولوي عبدالکبیر به د خپل سفر په جريان کې، د خوست ولايت له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او ځایي مسولینو سره هم لیدنه وکړي.