په پام کې ده سبا د ۱۴۴۵ هـق کال د رجب المرجب په ۱۷مه، چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ له ۲۹مې سره سمون خوري د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار د ناستې کوربه وي.
په دې ناسته کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمهییز روایت پر رامنځته کېدو او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي.
د افغانستان اسلامي امارت غواړي د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقهمحور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمهییز اتصال او ټرانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي.