ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت متوازن پرمختګ د هېواد ټولو سیمو ته رسوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست کې د پکتیکا د نکې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

د نکې ولسوالۍ قومي مشرانو او علماوو له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه او ملاتړ یې د دوی مسولیت دی.

دوي په نکه ولسوالۍ کې ځایي اوسېدونکیو ته د ځمکې د وېش، روغتیایي مرکزونو، ښوونځیو او سړکونو د رغولو غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ د جهاد په کلونو کې د پکتیکا په ځانګړي ډول د نکې ولسوالۍ د قومونو ونډه او رول خورا مهم وو.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ په اسلامي نظام کې د سیمې، ژبې او قوم له اړخه توپیر نشته او له دې وروسته ټولو لرې پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

د نوموړي په وینا، د محرومو او غیر محرومو په نوم ولسوالۍ او سیمې شتون نلري او اسلامي امارت متوازن پرمختګ ټولو ولسوالیو او سیمو ته رسوي.