د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د علماوو شورا ریيس محترم شیخ حیات الله حلیم سره لیدنه کړې.
شیخ حیات الله حلیم د فاریاب ولایت د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت د مسولینو او مجاهدینو په هڅو د دې ولایت خلک په امنیت، ارامي او ډاډمنه فضا کې ژوند کوي او خلک له امارتي مسولینو په ځانګړي ډول مجاهدینو څخه د امنیت د ټینګښت په برخه کې خوښ دي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د امنیت ټینګښت او د خلکو ارامي د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسولین په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمتونو رسولو او د امنیت په تامین کې خپلې هلې ځلې نه درېغوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ښوونې او روزنې په رول ښه پوهېږي او د امکان ترحده د هغه د کیفیت او کمیت لوړولو کوښښ کوي او علمای کرام د یووالي او اتحاد په ساتلو او پياوړتیا کې مهم رول لري.