ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۲۰/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۲/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۶۰ افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۱۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۴۵ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۷۱۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۷ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې شپږ تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو لیسانس، یو ماسټر، دوه تنه حافظان، پینځه تنه دیني عالمان، ۴۳ تنه غریبکار او ۳۳ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۹۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۹۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. همدا شان یادې کمېټې دوه تنه ماشومان چې له خپلوکورنیو څخه نادرکه شوي وي پیدا او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۲ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۹ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۴۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴۵۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۶۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، شپږ تنه حافظان، ۴۴ تنه غریبکار او ۱۶ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۶۹ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیا

د خرلڅيو لار

د پټان ولسوالی د خرلڅیو  له لارې د پاکستان هېواد څخه یوه کورنۍ خپل هیواد ته راستنه شوه.

د یادې کورنۍ  تعداد پینځه تنه وو چې د خرلڅیو د کډوالو  آمریت لخوا ثبت او راجستر شوه او اړوند برخې ته د مرستې لپاره ور وپیژندل شول.

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې یوه کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه یوه کورنۍ خپلې سیمې او کلي ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۹۳۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نېمروز کې ۳۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۶۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۵۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، بغلان ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د لېږد ټوله کرایه ۱۱ زره افغانۍ شوې ده. 

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې ډول دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۳۸ کورنۍ ۴۴۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۲۱ کورنۍ ۸۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۶۷ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۳۳کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۹۵۱ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۲۰۲ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا