ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: راتلونکي کال کې به په ډېرو ولایتونو کې ګڼ شمېر پراختیايي پروژې پلي شي

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر سویل ختیځ زون ته د سفر په لړ کې د لوګر له سيمه ییزو مسولینو، یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې چې په مرکز پل علم کې جوړه شوې وه، په تېره ۲۰ کلنه جهادي دوره کې د لوګر د ولسونو پر قربانیو او هڅو تر خبرو وروسته قومي مشرانو او علماوو اسلامي امارت څخه د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړی.

د دوی په وینا؛ افغان ولس جګړه نه غواړي او نه هم چاته دا اجازه ورکوي، چې په هېواد کې يې د بهرنیانو شومې موخې او توطئې عملي کړي.

د لوګر مشرانو له سیاسي مرستیال څخه غوښتي، چې په دې ولایت کې دې پراختیايي چارو ته پام ډېر شي.

دوی دغه راز د پوهنې، روغتیا، برېښنا او نورو بنسټیزو چارو په برخو کې هم د پروژو عملي کولو غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په تېرو دوو جهادي دورو کې د لوګر ولسونو د قربانیو په یادونې سره ویلي، د لوګر اوسېدونکو د اسلامي نظام د راتګ او حاکمیت لپاره نه هېرېدونکې سرښندنې او قربانۍ ورکړي دي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، په راتلونکي کال کې به د لوګر په شمول په ډېرو ولایتونو کې ګڼ شمېر پراختیايي پروژې عملي شي.

نوموړي ویلي؛ که څوک د افغانستان اسلامي امارت د مشروعیت په اړه کومه پوښتنه او يا اندېښنه لري، کولای شي د افغانستان ولایتونو ته سفر وکړي او له خلکو یې وپوښتي.