ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر: افغانان په يوه ټغر راټول دي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د کډوالو سرپرست وزير خلیل الرحمن حقانی او مل پلاوي سربېره د خوست ملکي او نظامي مسولینو د نورالقران مدرسې د ۴۰ فاضلانو په فراغت غونډه کې ګډون کړی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ يرغلګرو په افغانانو ډېر تکليفونه او کړاونه تېر کړل، مګر نن د جهاد په برکت افغانان ازاد دي، د هېواد شمال، جنوب، شرق او غرب افغانان په يو ټغر باندې سره راټول يوو او ترمنځ مو یووالی شتون لري.

خلیفه سراج الدین حقاني مسولینو ته په خطاب کې ویلي؛ په ځان کې عاجزي پيدا کړئ، ځکه چې زموږ نظام ډېر سپيڅلی نظام دی، داسې کړنې بايد ترسره کړو، چې ولس مو خوښ وساتو، خپل مسوليت ته بايد په الهی نظر وګورو او په ښه شان يې سرته ورسوو.

نوموړي په ولسونو غږ کړی، تاسو ته الله ج مسول او عادل نظام درکړی، چې ستاسې هرې غوښتنې ته لبيک وايي مګر تاسو بايد د زغم څخه کار واخلی او مونږ ته وخت راکړئ، ستاسې په مشوره او دعا باندې به دغه نظام مخته وړو.

ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ مونږ په دنيا او اخرت کې د دې وطن او ملت مسول يوو.

د مهاجرينو او بيرته راستنيدونکو چارو سرپرست ویلي؛ دغه نظام په لويو قربانيو سره منځته راغلی او زموږ اوسنی نظام افغان شموله او د عدل نظام دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د نظام په وړاندې به دسيسو جوړونکو ته بايد اجازه ورنکړو او هم دې ولسونه، قومونه د قوم پرستي او سمت پرستی څخه ډډه وکړي، خپلمنځي نفاق او بدۍ بايد ختم کړی شي.