ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حماس سیاسي دفتر غړی حسام بدران: پر فلسطینیانو بریدونه او ظلم د نړۍ هېڅ قانون نه شي توجیه کولای

د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائيلي نيواکګرو ترمنځ غزه کې د روانې جګړې په هکله د حماس د سیاسي دفتر غړي او د رسنیو مسول حسام بدران هېواد ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ويلي؛ صهیونیستي بلواگرو لا پخوا د فلسطینیانو وژنو او ځورونو ته ملا تړلې وه او د فلسطینیانو تاریخ د یهودي ظلم او وحشت له هغو دردوونکو پېښو، چې نه يې اخلاقي بېلگه شته او نه یې د نړۍ کوم قانون توجیه کولای شي، ډک دی؛ نو ځکه یې پر وړاندې راجګ شو.

موږ له فلسطیني ولس سره د اسرائیلو د اشغال او دوامداره وحشت په وړاندې ان له لسيزو خپله مبارزه کوو.

نوموړی زیاته کړې؛ موږ پوهېدو، چې قیمت به یې موږ او فلسطیني ولس په لوړه بیه پرې کوو؛ ځکه یهودي یرغلگرو تل د فلسطیني ولس د زړورې مبارزې په وړاندې د خپلې شرمېدونکي ماتې او شکست پر مهال د فلسطیني عام ولس پر وژنه او ځورونه غچ اخیستی دی.

حماس د سیاسي دفتر غړي ویلي؛ موږ داسې جگړې ته ملا تړلې ده، چې د فلسطیني ولس اوږدمهاله برخلیک ټاکونکې ده او په دې لاره کې د قربانۍ لپاره چمتووالی لرو او د ولس همدا سرښندنه د فلسطین د ازادۍ لپاره د مبارزې برخه او د خپل برخلیک ټاکلو لاره بولو.

ښاغلي بدران د افغانستان ازادۍ ته په اشارې ویلي؛ افغان مجاهد ولس د دې ښه تجربه لري، په ځانگړې توگه هغه مهال چې له نړیوال اتحاد سره يې له ستړیا او شاتگ پرته ۲۰ کاله جهاد او جگړه وکړه، له شک پرته همدې افغاني تجربې د عربي او اسلامي ولسونو د بیدارۍ او د اسلامي امت د راتلونکو بریاوو لپاره درس او زیری درلود.

دا تجربه او د نورو ولسونو لکه عراق او الجزایر، موږ ته د جهاد د لارې د غوره کولو او په دې لار ه کې د ناامیدۍ نه کولو درس راکړ، سره له دې چې زیان او بیه به یې لوړه وي؛ خو خپلواکي په همدومره قربانۍ او سرښندنې تر لاسه کېږي.

ده د خپل چمتووالي په اړه ویلي؛ موږ له شک پرته د اسرائیلي اشغال په وړاندې یوه لحظه هم نه یو ولاړ او پایله یې همدا وه، چې د اکتوبر په ۷مه یې د اسرائیلو له پولو د تېرېدو گړندی او بریالی ځواک راکړ او په څو ساعتونو کې د غزې فرقه له منځه یوړل شوه او لسگونه اسرائیلي عسکر مو بندیان ونیول، د اسرائیلو غرور مو مات کړ.

څرگنده بېلگه دا هم ده، چې له ۱۱۰ ورځو زیات د کتائب القسام په مشرۍ او رهبرۍ فلسطیني مقاومت روان دی او د همدې مقاومت او جگړې په پایله کې د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې لسگونه اسرائیلي عسکر مړه او په زرگونو يې ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ فلسطینیانو ته اوښتي زیانونه له هغو په مراتبو زیات دي، چې په رسنیو کې يې په اړه راپورونه خبرېږي.

د رسنیو مسول د حماس او د حزب الله موخو په اړه ویلي؛ له ځینو خپلمنځي اختلافاتو او د هېوادونو تر منځ د بېلابېلو کشمکشونو سره سره، د سیمې هېوادونه او ژوندي ځواکونه لا هم اسرائیل خپل لومړی دښمن بولي او پر دې سربېره په نړۍ او سیمه کې د فلسطین مسله د ټولو خپلواکو هېوادونو او ولسونو لپاره له یو دریځه مطرح کېږي.

حسام بدران سختو شپو او کړاوونو ته په کتو، چې په فلسطیني ولس تېر شول او تېرېږي د هېوادونو دریځونو په اړه ویلي؛ له اسلامي نړۍ اخوا هم، چې خپله کلکه خواخوږي او پراخ ملاتړ یې له فلسطیني ولس سره څرگند کړ، د اسرائيلو  وحشت او ظلم یې وغندو.

په دې اړه نوموړي زیاته کړې؛ عربي او اسلامي هېوادونه باید په زغرده د غربي نړۍ په ځانگړې توگه د امریکا د دریځ په وړاندې واضح ودرېږي او د اسرائیلو له اړخه د فلسطین د خلکو د عام وژنې مخه ونیسي.

ښاغلي بدران له اسرائیلو سره د خبرو په اړه ویلي؛ زموږ شرطونه د لنډ مهالي اوربند پر ځای پر غزه د اسرائیلو له خوا د عام وژنې عاجل او سراسري اوربند، “د ټولو په مقابل کې د ټولو” بندیانو پر بنسټ له اسرائیلي زندانونو د فلسطینیانو خلاصون، د بیارغونې واضح ضمانتونه او د ټولو زیانونو جبران او له غزې د محاصرې پای ته رسول دي.

نوموړي غزه کې د خلکو وضعیت په اړه ویلي؛ په تېرو څه کم څلورو میاشتو کې موږ ۲۶زره شهیدان لرو، چې له ۱۰زرو زیات يې ماشومان دي، پر دې سربېره ۷زره لا هم تر خاورو لاندې ورک دي، ۶۰٪ ودانۍ بشپړې ویجاړې شوې دي او له دې هم ځوروونکې يې دا ده، چې په غزه کې خلک له وژونکې لوږې سره لاس او گریوان دي.

په وینا يي؛ د ژوندانه ټولې اسانتیاوې له منځه تللې دي، روغتیايي مرکزونه او روغتونونه ويجاړ شوي دي، جوماتونه وران شوي دي، ښوونیز او تحصیلي بنسټونه ښوونځي او پوهنتونونه له منځه تللي دي.

حماس د سیاسي دفتر غړي د دې تاریخي ناورین په برخه کې د رسنیو په اړه ویلي؛ د اسرائیلو د شرموونکي روایت په څرگندولو کې مطبوعاتو او خواله رسنیو اساسي رول درلود، سره له دې چې په غرب کې د اسرائیلو په مرسته ځینو رسنیو رښتونی فعالیت تر سره نه کړ، خو ځینو خپلواکو ژورنالستانو او رسنیو په ځانگړې توگه ځوانو فعالانو د غزې د خلکو د ډله ییزو وژنو پر فلسطیني ولس د اسرائیلو له وحشت او ظلمه پرده پورته کړه او نړۍ ته یې د هغوی حقیقت بربنډ کړ.

همدې رسنیو او رسنیزو حقایقو د اسرائیلي اشغال او وحشت په اړه زموږ لیدلوری او خبرې ډاډمنې کړلې، چې دا په نړۍ کې بې مثاله وحشي اشغال دی.

همدا راز خپلواکو رسنیو او ژورنالستانو د غربي نړۍ هغه ادعاوې هم وننگولې، چې د دې جگړې له پیله یې هڅه کوله دا د ډله ییزې وژنې له انځوره واړوي او د اسرائیلو د جگړه ییز روایت او د وژنو د توجیه په برخه کې مرسته وکړي.

دا چې ولې یې د اکتوبر په ۷مه نېټه د اسرائیلو په وړاندې عملیات پیل کړې؟ ولې یې مخلې نه پیلول؟ ویلي؛ مقاومت یوه ورځ هم د اشغال په وړاندې له جگړې او مقابلې نه دی ولاړ، موږ په ۲۰۲۱ کې د قدس د بې حرمتۍ له امله لویه جگړه وکړه او همدا راز مقاومت په وروستیو دوو کلونو کې د اسرائیلو د پرله پسې جرائمو په وړاندې هم مهمې جگړې وکړې.

کله نا کله ځینې جگړې او نظامي عملیات له پیله مخکې فرصتونو او وخت ته اړتیا لري، د بېلگې په توگه د جنگیالیو ښه چمتووالی او اعداد، د مناسبو پلانونو غوره کول، هغو فرصتونو او وختونو ته انتظار، چې موخو ته رسېدنه په کې ډاډمنه وي، چې همدا ټول د اقصی طوفان په عملیاتو کې موږ څارلي وو.

د اکتوبر د ۷مې عملیاتو همدا پایلې درلودې، چې غوره چمتووالی تر سره شوی و، مناسب فرصت مو پیدا کړ او د منظم پلان او برنامې پر بنسټ مخ ته ولاړو.