ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سروبي برېښنا بند جنراتور له ۵۳ کلونو وروسته ترمیم او پرانیستل شو

د افغانستان برېښنا شرکت فني او تخنیکي کارکوونکو له ۵۳ کلونو وروسته د سروبي برېښنا تولیدي فابریکې کورنۍ جنراتور په اساسي بڼه ترمیم او د جمعې په ورځ د برېښنا شرکت د عملیاتي ریاست له لوري پرانېستل شو.

د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس مولوي عبدالرحمن رحماني وايي، چې تخنیک او فن د هېوادونو د پرمختګ لویه وسیله ده، تخنیکي انجنیران زموږ د ګران هېواد لویه پانګه ده او د هېواد په ابادولو کې د دوی رول ډېر لوړ ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړې؛ کوم ترمیمات چې د دا خلي انجنیرانو له لورې تر سره کېږي دوه ډوله ګټې لري؛ یو اقتصادي ګټه چې داسې ترمیمات څو برابره د بهرنیو کمپونیو څخه په لږ لګښت تر سره کېږي او بل د کارکوونکو معیاري روزنه او ارتقاء را منځته کوي.

ښاغلي رحماني د تولید حوزې ریاست له رهبرۍ او تخنیکي کارکوونکو څخه مننه کړې، چې دومره یو لوی او دروند کار یې په کمو امکاناتو تر سره کړ او په راتلونکي کې یې دوی ته د نورو چارو د ښه پرمختګ لپاره اړینې سپارښتنې کړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

د برېښنا تولید حوزې رییس مولوي فضل الرحمن فضلي بیا خپلو خبرو کې ویلي، چې د برېښنا شته کدرونه باید لا زیات وهڅول شي تر څو تر دې زیاتې ښې لاسته راوړنې ولري او په پایله کې د بهرنیانو له انحصار څخه خلاص شو.