ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: د ولس هوساینه د مسولینو ګډ مسولیت دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کندهار له مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک، د بادغیس له مرستیال والي مولوي غلام محمد احمدي او امنیه قومندان مولوي عبدالستار صابر او یو شمېر مجاهدینو سره لیدنه کړې.

دوی د یادو ولایتونو د اجتماعي او امنیتي وضعیت او د سیمه ییزو ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی دغه راز د اسلامي امارت د مجاهدینو زحمتونو، سرښندنو او خدمتونو په اشارې ویلي؛ مسولین او مجاهدین تل په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمت په موخه د اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې اړوند نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، ترڅو یې ستونزې پیدا او د حل په اړه یې اقدام وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له اشغالګرو سره د مبارزې پر مهال د مجاهدینو، زحمتونه، سرښندنې، تکلیفونه او خدمتونه ستایلي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال خلکو ته خدمت، د دوی هوساینه او د امنیت تامین د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو ګډ مسولیت بللی او ویلي يي دي؛ مسولین او مجاهدین دې هڅه وکړي، چې خپل دغه مسولیت په لا سمه توګه ترسره او د ولسونو ستونزې او اړتیاوې څرګندې او ورته د حل لارې پیدا کړي.