د يوناما مشرې روزوا اتنبایوا او مل پلاوي يې د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره لیدنه کړې.
دواړو لوريو د اسلامي امارت د وروستيو ديپلوماتيکو پرمختگونو، د دوحې راتلونکې ناسته، د سنيرلي اوغلو راپور او ورته موضوعاتو خبرې کړي دي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهليک په اړه د امارت دريځ يو ځل بيا تکرار کړی او د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ يې پر رغنده تعامل ټينگار کړی.
مولوي امير خان متقي د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه له يوناما څخه د زياتو وضاحتونو غوښتنه کړې او ویلي يي دي؛ د وضاحتونو په رڼا کې به امارت د پلاوي د گډون په اړه پریکړه وکړي.
آغلې اتنبایوا په خپل وار د دوحې ناستې په اړه ځيني معلومات وړاندې کړي او د امارت د پلاوي د گډون غوښتنه يې کړې.