ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالیې وزارت د ۱۴۰۲ کال مهم فعالیتونه

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه په ملي کچه د ماليې وزارت د ۱۴۰۲ کال مهمو فعالیتونو څخه په لاندې ډول یادونه کړې!

 د کابل پر تېرې ادارې نږدې ۱۸۰ میلیارد افغانۍ د خلکو قرضونه، تامینات او تضمینات پاته دي، د ماليې وزارت په یوه بېساري اقدام سره د دې تاديات یا د ورکړې پروسه پیلوي.

په روان مالي کال کې د هغه ادارو، چې قرضونه یې تثبیت شوي دي، لس سلنه یې ورکول کېږي، چې عملاً یې حوالې ماليې وزارت تاییدوي.

 د مالیې وزارت له لورې هره میاشت په منظم ډول شاوخوا یو میلیون دولتي کارکوونکو ته په نورمال ډول معاشونه ورکړي، چې له دې جملې څخه ۸۶ زره او ۹۸۱ یې ښځینه کارکوونکي دي.

 د هېواد په ګمرکونو کي پر لومړنیو خوراکي توکو باندې ګمرکي محصول کي تر ۷۰ سلني پورې کموالی راغلی.

 د کورني صنعت د ودې او ملاتړ په موخه په یو شمېر وارداتي اقلامو باندې ګمرکي محصول لوړ شوی.

د هېواد په ګمرکونو کې صادراتي توکو طۍ مراحلو ته لومړیتوب ورکړل شوی.

 د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ لپاره د تېرو کلونو مالیاتي جرایم معاف شوي.

 خصوصي پوهنتونونو، مدرسو او ښونځيو ۴٪ سلنه ربعواره انتفاعي مالیه د ۱۴۰۲مالي کال لپاره معاف شوې.

 د هېواد په ګمرکونو کې کاري موده زیاته شوې.

د سوداګرۍ د ودې په موخه ترانزیټي محمولو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوي.

 د صنعت د ودې او پراختیا په موخه کرنیزو، صنعتي او سوداګریزو سکټورونو ته ۷٪ قراردادي موضوعي مالیه معاف شوې.

 د صنعتي سکټور ربعواره انتفاعي مالیه له ۴٪ څخه ۲٪ ته را ټیټه شوې.

د ۱۴۰۲ مالي کال په ملي بوديجه کې د ۸۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو پلان شوو معتادینو د علاج له پاره بودیجه په نظر کې نېول شوې ده.