ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۱ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. د دلوې له ۶مې څخه د دلوې تر ۱۲مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۱ زره او ۵۷۷  مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۲ زره او ۸۳۶ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰ زره او ۵۲۷  ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې اته زره او ۲۱۴  ټنه انتقالات، چې ټولټال ۸۱ زره او ۵۷۷ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې ۶۵۸ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس دی.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.