ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د هېواد ابادۍ او اقتصادي پياوړتیا په موخه بنسټیزې پروژې پلي کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د بېلا بېلو شمالي ولایتونو له ګڼ شمېر علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دغو ناستو کې چې په شمالي ولایتونو کې د مدرسو څو تنو مسولینو او د لوړو زده کړو وزارت مرستیال مولوي لطف الله خیرخواه شتون درلود، د اسلامي نظام په ټېنګښت، د ولسونو د ستونزو په حل او له نظام سره د ولسونو د همکاریو په پراختیا خبرې شوي.

د شمالي ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو او علماوو ویلي؛ چې په تېره ۲۰ کلنه دوره کې د شمال مجاهدینو په سختو شرایطو کې د اشغال پر وړاندې مبارزه پيل کړه.

دغو قومي مشرانو او علماوو د سرتاسري امنیت په ټینګښت، د قدرت د ولایتي او سیمه ییزو جزایرو په ختمولو او د اسلامي احکامو په پلي کېډو خوښي ښودلې او له اسلامي امارت سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه کړې.

قومي مشرانو او علماوو په خپلو ولایتونو او سیمو کې د پوهنې، روغتیا، سړک رغولو او ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اشغال پر وړاندې د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د شمالي ولایاتو د اوسېدونکیو هڅې او قربانۍ ارزښتمنې بللي او ویلي يي دي؛ د جهاد په بریا کې د افغانستان د ټولو قومونو او سیمو اوسېدونکیو خپله ونډه درلوده.

نوموړي زیاته کړې؛ اوسنی نظام د افغان ملت د قربانیو او سرښندنو پایله او د شهیدانو ارمان دی، چې باید په سم ډول ترې ساتنه وشي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي نظام د هېواد ابادۍ، اقتصادي پياوړتیا او په ولایتونو کې د بنسټيزو پروژو عملي کولو ته ملا تړلې چې په عملي کېدو سره به یې د خلکو ستونزې راکمې شي.