ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۲۳/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۵/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۲)کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۵۷) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه (۲۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۵)تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۹۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۰) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۲۰۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې (۶۵۰) خوراکه ډوډۍ او (۴۵۰۰۰) لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې (۴۷۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، (۳۷) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۰۱) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۲)تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، (۱)تن لیسانس، (۴)تنه حافظان، (۴۵) تنه غریبکار او (۲۹) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۸۱) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۲۷۶) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې مهاجرینو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت (۱۸) فورمې پر مهاجرینو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. همدا شان (۱)تن بندي خپل هېواد ته راستون او ثبت شوی دی.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶)تنه و، هلمند ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۰) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۲۰۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۳۵۰) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۲۳۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۳۷۱) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۱)تن د بکلوریا سند لرونکی، (۱)تن لیسانس، (۱)تن حافظ، (۴)تنه دیني عالمان، (۲۷) تنه غریبکار او (۱۲) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۴۶) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۴۳) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې (۲۰) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۵۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۵۹۱)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۹) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (۲۶۸) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۷) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۷) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۴۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۰۸) کورنۍ (۴۴۵) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۲۵) کورنۍ (۷۱) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۴۴) کورنۍ
تداوي شوي مهاجرین: (۸۸۵) تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۴۰) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء