ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال: اسلامي امارت د هېوادوالو د زیار پایله ده

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د غزني ولايت علماوو، مجاهدينو او د ۱۸ ولسواليو ولسوالانو سره لیدنه کړې.

دوی د ټولنيزو او امنيتي موضوعاتو او په يادو ولسواليو کې د سيمه ييزو ادارو د فعاليتونو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

هغوی د اسلامي امارت د مجاهدينو د قربانیانو، سرښندنو او زيار يادونې ترڅنګ ویلي؛ په ټوله هڅه د خلکو خدمت، د امنيت ټینګښت او هوساينې لپاره د اسلامي امارت د رهبري او مشرانو په لارښوونه عمل کوي.

هغوی همداراز د اسلامي امارت مسولينو څخه غوښتي، چې د سيمه ييزو ادارو د پياوړتيا او د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو، روغتيا او پراختیايي پروژو پلي کولو ته پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ اسلامي امارت د دې هېواد د زرګونه علماوو، ځوانانو، ښځو او ماشومانو د زيار، قربانيو او شهادت پايله ده او په مرکز او ولايتونو کې د اسلامي امارت مسولين د دغو خلکو خدمتګاران دي، چې تر خپلې وسې به د هغوی اړتياوې او ستونزې په نښه او د حل لپاره اقدام وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په ټولو ولسوالیو کې د ستونزو له منځه وړلو او د پراختیايي چارو لپاره اقدام کوي.