صهیونیستي ځواکونو نن سهار د غزې په مرکز کې پر ملکي کورنو او یوه جومات بمبار کړی، چې له ۳۰ زیات فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي.
دا برید چې په وروستیو کې تر ټولو مرګونی ګڼل شوی، ډېری روغتیايي او مرستندویه ادارو غندلی دی.
د راپورونو پر اساس؛ د صهیونیستي رژیم د تېرو ۲۴ ساعتونو په بریدونو کې ۱۲۷ فلسطینیان شهیدان او زیات شمېر ټپيان شوي دي.
د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل څخه تر اوسه ۲۷ زره او ۳۶۵ فلسطینیان شهیدان شوي.
دغهراز تر دې دمه ۱۰ زره ماشومان شهیدان او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو غزه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله روان وضعیت زړه بوږنوونکی ګڼلی او ویلي یې دي، چې له ۱۷ زره ډېر ماشومان بېسرپرسته دي.
له بل لوري امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې ښايي هېواد یې له اسرائیلي پوځ سره ۱۷.۶ میلیارده ډالره مرسته وکړي.
ویل کېږي چې دا پیسې به د اسرائیلو د دفاعي سیستم پیاوړتیا او پرمختللو وسلو او توغندیو په برخه کې ولګول شي.