ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال: اقلیمي بدلون ته باید له سیاسي لید لوري و نه کتل شي

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ادارې مسولینو په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو د جوړېدونکی نړیوال کنفرانس په اړه د خبري کنفرانس له لارې معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

 د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه ویلي؛ په راتلونکې اونۍ کې به په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوال کنفرانس جوړ شي، چې د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي، د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو استادان او متخصصین به پکې په حضوري او انلاین بڼه ګډون وکړي.

نوموړي اقلیمي بدلون؛ یوه حیاتي او د افغانستان په ملي قضایاوو کې شامله موضوع بللې او زیاته کړې یې ده؛ له دې موضوع سره باید مناسب تعامل وشي.

 د ښاغلي خیرخواه په وینا؛ د اقلیمي بدلون په دې نړیوال کنفرانس کې به د ۱۴۰ مقالو او څېړنو په وړاندې کولو سره، هڅه وشي چې له اقلیمي بدلون څخه د افغانستان د زیانمنېدو په اړه علمي پایلې او موندنې له نړیوالو سره شریکې او په دې برخه کې خپل غږ اوچت کړي.

 د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس یو مهم کنفرانس بللی او ویلي يي دي؛ چې د یاد کنفرانس له لارې به پر افغانستان باندې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په اړه، د علمي مقالو او څېړنو پایلې له نړیوالو سره شریکې شي.

نوموړي زیاته کړې؛ په یاد کنفرانس کې به نړیوالو ته دا پیغام ورسوو، چې اقلیمي بدلون یوه بشري او انساني موضوع ده او دې موضوع ته باید له سیاسي لیدلوري و نه کتل شي.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ اقليمي بدلون افغانستان تر ټولو سخت ځپلی په داسې حال کې چې د اقليمي بدلون په لاملونو کې تر ټولو لږ ونډه لري.

مولوي عبدالسلام حقاني له مسولو نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مقابلې برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.